ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د ایران د کووبرکت واکسن تولیدونکي کارخانې د اومیکرون د مخصوص واکسن دتولید او په حیواني ټسټ کې د بریالیتوب خبر ورکړ .
په راپور کې وئیل شوي دي،د شفافارمډ ادارې عمومی اړیکو نن په یوې خبرتیا کې وئيلي دي،د اومیکرون وریّنټ خوریدا او د اوسنیو واکسنو پهوسیله دتولید شوو اینټي باډیز څخه ددغه وریّنټ دتښتې او دهغو د اغیزو دکمیدا په باب دعلمي راپورونو خپریدا،غوره اندیښنې رامینځةکړي او په مرغومې میاشت کې د روغتیائي چارو نړیوالې ادارې د یوې خبرتیا په خپرولو سره د بوسټر ډوزونو دتکرارولو سیاست ، یو تل پاتې کړچار نه دی بللی او د واکسن تولیدونکو ته ئې په غالبو سویو سره دمناسبو واکسنونو د نوي کولو سپارښتنه کړې ده .
په دغې خبرتیا کې راغلی دي ،د حضرت امام خمیني د فرمان له اجرائي کمیټې سره اړونده شفا فارمډ شرکت ددغې حوزې له متخصصو سره په مشورت او د علمی لاسته راوړنو په څارلو سره ، د اومیکرون د مخصوص واکسن تولید،په هیواد کې د ددغه ویرس له پيژندګلوۍ یوه میاشت وروسته نتیجې ته ورسوۀ او د واکسن د ورځې مطالعه ئې په حیواني ماډل باندې اجرا کړ ه . چې د دغه واکسن د مطالعاتو لومړنۍ نتیجې ، ددغه نوی واکسن په وسیله د اومیکرون سوئې په سلو کې سل دشنډولو او په حیواني مطالعاتو کې د بې خطرې کولو ښودونه کوي ، چې ددغې مرحلې راپور ، د بیو ارکایو(بایو آرشیو) په سایټ کې د مقالې د وارمخکې مسودې په بڼه کې خپور شو .